اسراییل: د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محاکمه کېږي

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

تمه کېږي چې نن د اسراییلو د بهرنیو چارو د پخواني وزیر اویګدور لېبرمن محاکمه په بیت المقدس کې پیل شي. په هغه د باور ماتولو تور لګېدلی دی. تمه کېږي چې ښاغلی لېبرمن چې د ښې اړخه یسریل بیتنا ګوند مشر هم دی، په ځان لګیدلی تور رد کړي.

د هغه قضیه د یوې مالي رسوایۍ سره تړاو لري چې څه د پاسه یوه لسیزه وړاندې ډاګیزه شوې وه. ښاغلي لېبرمن له بهرنیو چارو وزارت او د لومړي وزیر له مرستیالۍ نه په تېر دسمبر میاشت کې هغه مهال استعفا ورکړه چې تورن شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .