سوریه کې د جنایتونو په اړه د پلټنو غوښتنه

د خپريدو وخت: 12:14 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

د ملګرو ملتونو پخوانۍ څارنوالې کارلا دل پونتې د نړیوالو جرمونو له محکمې غوښتي چې په سوریه کې د جنګي جرمونو په اړه پلټنې وکړي.

مېرمن دل پونتې د سوریې د جګړې په اړه د ملګرو ملتونو څیړونکي کمېسیون غړې ده. دغه کمېسیون په دا وروستیو کې ویلي چې په سوریه کې د جکړې دواړو اړخونو د ډله ییزو اعدامونو، د ماشومانو د زنداني کولو یا وسله وال کولو او هم له هغوی نه د ناوړې ګټې اخیستنې په ګډون یو لړ بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .