هوګو چاویز: " هېواد ته ستون شوی یم"

د خپريدو وخت: 12:22 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

د وینزویلا ولسمشر هوګو چاویز په ټولنیزې رسنۍ ټویټر اعلان کړی چې بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

ولسمشر چاویز په ټویټر کې لیکلي" موږ بېرته خپل وطن وینزویلا ته راستانه شو. له خدایه او له خپلو ګرانو خلکو مننه کوم، زه به دلته خپلې درملنې ته دوام ورکړم."

ښاغلي چاویز کیوبا ته د خپلې سرطان ناروغی د عملیات لپاره تللی و، دا په تېرو ۱۸ میاشتو کې څلورم ځل دی چې هغه د سرطان ناروغۍ له امله عملیات کېږي.

درې ورځې وړاندې د وینزویلا حکومت د ښاغلي چاویز عکسونه خپاره کړي و چې هغه یې په تخت کې د ناستې په حالت کې ښوده چې ورځپاڼه یې په لاس کې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .