نایجریا کې د برمته شویو لټه کېږي

د خپريدو وخت: 14:53 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

په نایجریا کې امنیتي ځواکونه وايي، دوی د هغه کسانو په لټه کې دي، چې اووه بهرني ساختماني کارکوونکي یې تښتولي دي.

ویل کېږي چې په تښتول شوو کسانو کې د ایټالیا، فلېپين، برتانیا، یونان او لبنان وګړي شامل دي.

دا په وروستیو کې په نایجریا کې د سړي تښتونې ستره پېښه ده.

اسلامپالې ډلې انصارو ادعا کړې چې دغه تښتونه دوی ترسره کړی.

دغې ډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه اووه تنه چې د سیتراکو ودانیزې کمپنۍ سره یې کار کاوه د دوی په بند کې دي.

دغه راز د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دولت یې له نایجریا سره یو ځای د تښتول شویو کسانو د موندنې له پاره کار کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .