د پخواني روسي وکیل محاکمه پېلېږي

د خپريدو وخت: 14:54 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

د پخواني روسي وکیل سېرګي مګنیتسکي له مرګ وروسته محاکمه به د هغه د کورنۍ له مخالفتونو سره سره راتلونکې میاشت ترسره شي.

په مسکو کې یوې محکمې د هغه محاکمه چې د مالیې د نه ورکولو او د درغلیو تورونه پرې پورې شوي، وځڼډوله.

ښاغلی مګنیتسکي وروسته له هغه بندي شو چې پر دولتي چارواکو یې په مالیو کې د څو میلیونو ډالرو د درغلیو تور لګولی و.

هغه په ۲۰۰۹ کال کې په یو روسي زندان کې له هغه وروسته مړ شو چې په سخته توګه ربړول شوی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .