د عاج ساحل مخکنی ولسمشر محاکمه کېږي

د خپريدو وخت: 05:18 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د عاج د ساحل پخوانى ولسمشر لورانت بگبو د هاگ په نړيواله محکمه کې حاضر شوى دی .

دى د دولت لومړنى پخوانى مشر دى چې په محکمه کې حاضريږي.

تمه ده چې د نوموړي د محکمې بهير به څو ورځې دوام وکړي او په هغه کې به پرېکړه کېږي چې ښاغلى بگبو د هغو تورونو له امله چې وايي د ٢٠١٠ کال د ټاکنو له بايللو وروسته يې خپلو ځواکونو ته د وژنو امر کړى، محاکمه شي او که نه.

محکمې نه بهر د نوموړې نژدې ٣٠٠ تنه پلويان راټول شوي وه چې په ښاغلى بگبو د لگېدلو تورنو مخالفت وکړي.

د نوموړي مدافع وکيل د جرايمو په نړيواله تورلگولي چې بې پرې نه ده، بلکې د بگبو د مخالف په گټه څرخي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .