سعودي کې د شورا ښځينه غړو لوړه وکړه

د خپريدو وخت: 05:20 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د سعودي پادشا عبدالله د لومړي ځل لپاره د شورا په يو شمېر ښځينه غړو لوړه وکړه، دغه شورا د پادشا له خوا غوره شوې چې د نويو قوانينو په برخه کې حکو مت ته سلا مشوره ورکړي.

دا د سعودي عربستان په تاريخ کې لومړى ځل دى چې ښځو ته په يوه سياسي دفتر کې د کار اجازه ورکوله کيږي.

٣٠ ښځې چې ځينې یې د بشري حقونو فعالينې دي، شاهي ماڼۍ کې به خپلي کرسۍ اشغال او د شورا له نژدې سل تنو نورو نارينه غړو سره به يو ځاى په گډه لوړه وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .