د کابل ښاروال وايي د سړکونو پر جوړولو به تمرکز کوي

د خپريدو وخت: 17:03 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د کابل ښاروالي دا مني، چې د دغه ښار د سړکونو او کوڅو د ناوړه حالت له کبله خلک له ستونزو سره مخ دي. دا اداره وايي، د همدې لپاره په راتلونکي لمریز کال کې پلان لري، چې د کابل ښار د وړو او سترو سړکونو پر رغونه تمرکز وکړي.

کابل ښاروال محمد یونس نوندېش په یوه خبري غونډه کې وویل، راتلونکي کال ته د پیل کړو پروژو پر بشپړولو سربېره د نړیوالو ادارو په مرسته یو شمېر نوې پروژې هم پیل کړي، د ښار د وضعې په سمون کې به مرسته وکړي.

ښاغلي نوندېش همداراز وویل، چې د ښار د شینوالي لپاره د پارکونو جوړولو او نیالګیو لګولو لپاره هم یو شمېر پروژې په پام کې لري. خو د دغو پروژو د پلي کېدو پر وړاندې یو شمېر خنډونه هم موجود دي.

ښاغلی نوندېش په ښار کې د بې پلانه او بې نقشې ابادیو شتون یوه ستره ننګونه بولي.

کابل ښاروال زیاته کړه، چې سږکال د دغې ادارې په عوایدو کې د دوی د اټکل په پرتله ۳۳ سلنه ډېروالی راغلی دی. ده وویل، چې په روان کال کې دوی څه باندې دوه نیم میلیارده داخلي عواید درلودل، چې زیاته برخه به یې په ښاري چوپړونو کې ولګوله شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .