جاپان درې کسان په دار ځړولي

د خپريدو وخت: 09:30 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391

جاپان درې تنه د مرګ په سزا محکوم شوي بندیان په دار ځړولي دي.

دا لومړی ځل دی چې د جاپان دموکرات ګوند په تېرې دسمبر میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته بندیان اعداموي.

د عدلیې وزارت وویل، چې دغه اعدامونه سهار وختي تر سره شوي او په دوی کې یو تن د ښوونځي یوه زده کوونکې وژلې وه. جاپان اوسمهال ۱۳۰ داسې بندیان لري، چې د مرګ په سزا محکوم شوي دي.د بشري حقونو مدافع ډلو د مرګ سزا تر پراخو نیوکو لاندې راوستې ده.

په مرګ محکوم شوي کسان کلونه کلونه په جلا جلا بندخونو کې ساتل کېږي او له اعدامولو یوازې څو ګړۍ د مخه ورته د ټاکل شوې سزا د پلي کېدو په اړه خبر ورکول کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .