مصري ولسمشر د پارلماني ټاکنو غوښتنه کړې

د خپريدو وخت: 05:40 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي د اپريل مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

د ولسمشرۍ له دفتره خپور شوی حکم وايي د رايو ورکول به د اپريل په ۲۷مه پيل او په جون کې به پای ته ورسېږي.

د تېرو ټاکنو په څېر به رايې ورکول د څارونکو د کموالي له امله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې په څو پړاوونو کې ترسره شي.

کتونکي وايي ولسمشر مرسي او د هغه اخوان المسلمين ګوند هېله لري چې په دې سره به د مخالفينو لفظي سياسي شخړې او د واټونو مظاهرې پای ته ورسېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .