حيدر اباد بمي بريدونو په تړاو یو تن نیول شوی

د خپريدو وخت: 16:12 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

د هند په سوېل کې چارواکي وايي د حيدر اباد د بمي بريدونو په تړاو يې، چې د پنجشنبې په ورځ يې ۱۶ کسه ووژل، يو کس نيولی دی.

د هند د کورنيو چارو وزير وويل دا له وخته وړاندې ده چې وويل شي، څوک د دغو بريدنو تر شا وو.

په دغه بريد کې له ۱۰۰ ډېر نور کسان ټپيان شوي دي.

سشيل کمار شندې چې د پېښې له ځايه يې ليدنه کوله وويل، حکومت ته د دغه بريد په تړاو عمومي ګواښ ور رسېدلی وو، نه د يوه مشخص ځای.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .