امریکا ټولې ایف ۳۵ ډوله الوتکې کېنولې

د خپريدو وخت: 05:17 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

د امريکا دفاع وزارت ټولې F-35 ډوله جنګي جېټ الوتکې وروسته له هغه کېنولې چې په کاليفورنيا کې د ورځنۍ پلټنې پر مهال د يو ماشين ټوربين پرې کې درز وموندل شو.

پېنټاګون ويلي اوس لا وختي ده چې د دغې پرېکړې اغېز وارزول شي.

دا له دوو مياشتو کم وخت دوهم ځل دی چې F-35 جېت الوتکې په کې د تخنيکو ستونزه له امله کېنول کېږي.

امريکا څه د پاسه پنځوس F-35 جېت الوتکې لري چې د امريکا د وسلو تر ټولو ګران بيه پروګرام جوړوي، او ارزښت يې ۴۰۰ مليارډ ډالرو ته رسېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .