سومالیایی الشباب ته په پیسو ټولو ګرم شو

د خپريدو وخت: 17:09 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

په امریکا کې یوې محکمې څلور سومالیايي کډوال په دې ګرم پېژندلي چې د الشباب وسله والې اسلامپاله ډلې لپاره یې پیسې ټولولې.

الشباب د امریکا له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

په نیول شویو کې د سان دیاګو د یوه جومات ملا امام هم شامل دی او بل یې په همدې ښار کې د ټکسي موټر چلونکی وو چې د سومالیا په پلازمېنې موګادیشو کې یې یاغیانو ته د خپل کور د کارولو اجازه ورکړې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .