ایران وايي بې پیلوټه الوتکه یې نیولې

د خپريدو وخت: 06:12 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

ايراني پوځي چارواکي وايي يو بهرنۍ بې پيلوټه الوتکه يې نیولې چې د دغه هېواد هوايي حريم ته يې د ورننوتو هڅه کوله.

د ايران د انقلابي گارد يوۀ وياند وويل د برېښنايي جگړې يوې ځانگړې ډلې داسې نښې يا سېگنالونه وموندل چې په نژدې سيمه کې يې د درون د الوتکې شتون ښووۀ.

چارواکي نه وايي چې دغه الوتکه د کوم هېواد وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .