د مصري پارلماني ټاکنو نېټه بدله شوه

د خپريدو وخت: 06:13 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي د پارلماني ټاکنو نېټه له اعلانېدو يوازې څو ورځې وروسته بډله کړې.

د ټاکنو د پيلېدا نيټه چې وړاندې د اپريل ٢٧ ټاکل شوې وه اوس د اپريل ٢٢ اعلان شوې.

د حکومت له لوري په خپرې شوې يوې وينا پاڼې کې راغلي چې د ټاکنو په نېټه کې بدلون د قبطي مسيحيانو هغې اندېښنې ته په ځواب کې راغلى چې ويل يې لومړنۍ نېټه د هغوى د ايستر يا سپېڅلي اختر له رخصتيو سره سمون خوري.

وړاندې يوۀ وتلي حکومت مخالفي شخصيت محمد البرادعي له ټاکنو سره د شلون غږ کړى او ويلي وو چې دا د يوه تش په نامه دیموکراسۍ ننداره ده او د حسني مبارک د واکمنۍ ياد تازه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .