يمنی ولسمشر جدايي غوښتونکي سوېل ته ځي

د خپريدو وخت: 20:13 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

د يمن ولسمشر عبد ربو منصور هادي په يوه ناڅاپي سفر د هېواد سوېل ته ځي چې د امنيتي ځواکونو او جدايي غوښتونکو ترمنځ په کې په تازه نښتو کې زيات شمېر کسان وژل شوي دي.

دا له هغه راهيسې چې ولسمشر هادي يو کال وړاندې واک ته رسېدلی، مهم سوېلي ښار ادن ته يې لومړنی سفر دی.

په وروستيو کې د سوېلي بېلتون غوښتونکو اعتراضونو زور اخيستی او د پنجشنبې په ورځ (فبرورۍ/۲۱) له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې پنځه کسه وژل شوي دي.

دوه کاله وړاندې په القاعده پورې تړلې ملېشې هم د يمن په سوېل کې د حکومت پر وړاندې يوه لويه ننګونه وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .