د تېر کال طالب بریدونو په باب رپوټ ''ناسم'' و

د خپريدو وخت: 05:03 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ځواکونو دا منلې چې تېرکال د طالبانو د بريدونو د شمير د کمېدو په اړه يې رپوټ سم نه و.

رپوټ ويلي و چې بريدونو کې اوه سلنه کموالى راغلى دى، خو اوس وايي د بريدونو شمير نه و بدل شوى.

ددغو ځواکونو يوه وياند جېمي گريبيټ وويل ، د ادارې تېروتنې په پايله کې دغه غلطي رامنځ ته شوې وه.

د بريدونو له شمير نه ډېرکله په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې جگړې کې د شوي پرمختگ د ېوې نښې په توگه کار اخيستل کېږي.

په همدې حال کې دغه وياند ټينگار کوي چې په ټولييزه توگه د ځواکونو په ارزونه کوم بدلون نه دى راغلي او داچې په پراخيدونکې توگه له خلکو سره د طالبانو واټن ډېر شوى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .