د ایران اټومي پروګرام په باب خبرې پای ته ورسېدې

د خپريدو وخت: 12:15 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

ایران او د نړۍ شپږو پیاوړو هېوادونو د دغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر خبرې پای ته ورسولې.

د اټومي مسلې په برخه کې د ایران مشر مرکچي سعید جلیلي وویل، دغو هېوادونو ورته د پخوا په پرتله پر واقعیتونو ولاړ وړاندیزونه کړي، خو ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې هوکړې ته رسېدل ډېر وخت ته اړتیا لري:

''یو شمېر ټکي چې په دغه خبرو کې مطرح شول، د تېر په پرتله پر واقعیتونو ولاړ وو. او دوی هڅه کوله چې په ځینې برخو کې د ایران او د دوی د لیدلوریو تر منځ واټن راکم کړي. موږ پر دې باور یو، چې دا یو مثبت ګام دی، خو دا هم یو واقعیت دی، چې یوه پرېکنده پړاو ته رسېدل ډېر وخت ته اړتیا لري.ګګ

چارواکي وايي، د دواړو خواوو تخنیکي کارپوهان به په دې اړه نورې خبرې په مارچ کې وکړي او د سیاسي خبرو اترو بل پړاو به په اپرېل میاشت کې تر سره شي.

امریکا، روسیه، چین، جرمني، برتانیه او فرانسه غواړي، ایران دې ته وهڅوي، چې د یو لړ بندیزونو لرې کولو په بدل کې د یورانیمو د غني کولو د سترې کچې فعالیتونه ودروي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .