د غوایه غوښې په نامه یې د خرو غوښه خرڅه کړې

د خپريدو وخت: 07:43 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391

د خرو، غواګانو او مېږو د غوښې په اړه یوې څېړنې په ډاګه کړې ده، چې په سوېلي افریقا کې د دغو څارویو د غوښو په نامه د خرو له غوښې د همبرګر او ساسچ (ګوفتې) په جوړولو کې ګټه اخیستل شوې ده.

د سټیلنبوش پوهنتون له لوري دغه پلټنه وايي، له ۱۳۹ هغو بنډل شویو غوښو ۹۹ چې پر لېبل یې څه لیکل شوي وو، په منځ کې د بل څه غوښه وه.

څېړنه وايي، د سویا او جلاتین مواد په کې اچول شوي وو، خو په اصل کې د خنزیر غوښه ۳۷ سلنه او د چرګانو غوښه ۲۳ فیصده خالصه وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .