تایلنډي اسلامپالي له حکومت سره سوله کوي

د خپريدو وخت: 07:45 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391

د ټایلند حکومت او یوې اسلامپاله یاغې ډلې د دغې هیواد په سویل کې د تاوتریخوالي د ختمولو د هڅو په موخه د خبرو اترو د پیل یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

دغه تاوتریخوالی نهه کاله وړاندې پیل شوی و چې په پایله کې یې څه د پاسه پنځه زره کسان وژل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د ټایلند چارواکو یاغیان په رسمیت پېژندلي او د ټایلند او مالیزیا لومړي وزیران په ښکاره توګه له هوکړې ملاتړ کوي.

پخوا د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره هڅې ناکامې شوې وې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .