نایجریا کې نښتې او بمي چاودنې شوی

د خپريدو وخت: 07:38 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

د نايجريا په شمال ختيځ ښار ماديګوري کې څو بمي چاودنې شوي او په دغه ښار د بوکو حرام ډلې له لوري یو شمېر بريدونه شوي دي.

پر همدې مهال کې د مخالفو ډلو نوې اعلان شوې ډلې، د کانګرس ترقي غوښتونکو يوه غونډه رابللې ده.

په يوه بله جلا پېښه کې وسله والو د ترابا په مرکزي ايالت کې په هغه کور بريد کړی چې بهرني کارګر په کې اوسېدل او د نښتې پر مهال دوه پوليس وژل شوي دي. چارواکي وايي دا د برمته کولو يوه ناکامه هڅه وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .