جان کېري ترکیې ته ورسېد

د خپريدو وخت: 12:56 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وروسته له هغه چې په دغه منصب ټاکل شوی د خپل بهرني سفر په لړ کې ترکيې ته رسېدلی دی.

دغلته به د ده د خبرو اصلي تمرکز په ګاونډۍ سوريه کې پر جګړې ورټول وي.

د پنجشنبې په ورځ په روم کې د سوريې د ملګرو ډلې په غونډه کې له ګډون وروسته ښاغلي کېري له سوري مخالفانو سره د ۵۰ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړه. په دغو مرستو کې به خواړه او درمل وي، نه پوځي توکي.

که څه هم امريکا او ترکيه دواړه د بشار الاسد د حکومت مخالفت کوي، خو په دې کې سره وېشلي دي چې څنګه په ښه ډول له مخالفينو سره مرسته وشي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .