د عراق د ماليې وزير خپله استعفی اعلان کړه

د خپريدو وخت: 15:58 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

د عراق د ماليې وزير رفيع الايساوي په سني اکثريت مېشتي ښار رمادي کې د لومړي وزير نوري المالکي پر ضد په يوه لاريون کې خپله استعفی اعلان کړه.

د ده استعفی د شيعه لومړي وزير نوري المالکي او په حکومت کې د ده د سني ايتلاف ترمنځ د سياسي کړکېچ يوه بېلګه ده.

په تېر ډسمبر مياشت کې د ترهګرۍ په تور د الايساوي د ساتونکو نيولو په سني مېشتي ولايت الانبار کې مظاهرې را وپارولې.

پر همدې مهال د عراق په سوېل کې د څارويو په يوه نخاس کې دوو موټر بم چاودنو لږ تر لږه پنځه کسه وژلي دي.

بل بم د عراق په رمادي کې الوتی دی.

دغه بريدونه د پنجشنبې له هغه بريدونو وروسته کېږي چې يوه د فوټبال يوه سيالي په نښه کړه.

د پېښې يوه عيني شاهد د خپلو سترګو ليدلی حال داسې انځور کړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .