امریکا د مصر له سیاستوالو د جوړ جاړي غوښتنه کوي

د خپريدو وخت: 14:46 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په خپل نوي رول کې د لومړي ځل لپاره د مصر پلازمینې قاهرې ته رسیدلی.

نوموړی به له حکومت او مخالفانو و غواړوي، چې له میاشتو لاریونونو اوسیاسي کړکیچ وروسته یوې حل لارې ته ورسېږي. ټاکل شوې چې ښاغلی کېري ولسمشر محمد مرسي او د هغه مخالفانو ته ووايي که مصر غواړي د خپلې اقتصاد پیاوړتیا لپاره نړیوالې مرستې خپلې کړي نو باید دا هېواد یوې پرېکړې ته ورسېږي.

په همدې حال کې د مخالفینو ځینو مشرانو له ښاغلي کېري سره د نه لیدلو اعلان کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .