په کینیا کې نن د انتخاباتي کمپاینونو وروستۍ ورځ ده

د خپريدو وخت: 14:47 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

په کینیا کې د عمومي انتخاباتو له لومړي پړاو وړاندې چې د دوشنبې په ورځ ترسره کېدونکې دي، کاندیدان نن خپلې وروستۍ غونډې جوړوي.

دا لومړنۍ ټاکنې دي چې د نوي اساسي قانون له مخې کېږي او موخه یې پنځه کاله وړاندې د هغه توکمیز تاوتریخوالي د تکرار مخنیوی دی چې زرګونه کسان په کې ووژل شول.

په دغو ټاکنو کې دوه مخکښ کاندیدان، د نړیوالې جنايي محکمې له خوا په دغو وژنو کې د دوی پر رول تر څار لاندې دي، خو دغه دواړه کاندیدان دغه ادعا ردوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .