سوداګریزي بېړۍ هرکال میلیونونه شارک کبان وژني

د خپريدو وخت: 07:41 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

ساينس پوهانو ارزولې چې شاوخوا ۱۰۰ میليونه شارک کبان هر کال د کب نيونې سوداګريزو بېړيو له خوا وژل کېږي.

دوی د راتلونکو څو لسيزو اوږدو کې د ډېرو بڼو شونې ورکېدنې مخنيوي په موخه د لا غوره ساتنې لارو چارو غوښتنه کوي. ساينس پوهان راتلونکې اوونۍ بنکاک کې د ساتنې لارو چارو يوه ستره غونډه کې پر دغه ډول سوداګرۍ د بنديزونو لګولو غوښتنه کوي.

څېړونکي وايي ستر لامل چې د شارک کبانو ښکار سوداګرۍ ته لار هواروي په چينايي ټولنو کې د شارک وزرو ښوروا غوښتنې پراخېدا ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .