معاذالخطیب یاغیانو نیولې سیمې ته تللی

د خپريدو وخت: 04:47 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391

د سوريې د حکومت خالفو جلاوطني مشر معاذ الخطيب، د سوريې د ملي ټلوالې له مشر کېدو وروسته په لومړي ځل د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو رسماً کتنه وکړه.

نوموړى تېر کال د دغې ټلوالې د مشر په توگه غوره شو.

په ويديو انځورونو کې ليدل کېږي چې په يوۀ بوخت بازار کې خلک ښاغلى الخطيب ته لاس ورکوي او ورته غاړې وځي، د معاذ الخطيب پلويان وايي نوموړى وروسته له هغه چې د ترکيې له لارې د سوريې خاورې ته ننوت، په ځغلنده توگه يې د جرابلوس او منبيج سيمو کتنه وکړه.

خبريالان وايي د سوريې حکومت مخالفي غواړي هغه نيوکې ناسمې ثابتې کړي چې وايي سياسي مشران په سوريه کې دننه له خلکو سره په تماس کې نه دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .