امریکا له مصر سره مالي مرسته اعلان کړه

د خپريدو وخت: 04:49 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په قاهره کې له ولسمشر محمد مرسي سره له خبرو وروسته مصر سره د امريکا د مالي مرستې بيا پيلېدل اعلان کړل.

ښاغلي کیري وويل، د مصر د بوديجې د مالي ملاتړ ١٩٠ ميليون ډالر به وار له واره د مصر سختې اړتيا له امله به د دغه هېواد په واک کې ورکړل شي.

د مصر ولسمشر او د امريکا د بهرنيو چارو وزير په خپلو کې له خبرو وروسته له خبريالانو سره مخامخ ونه ليدل او دغه څرگندونې د يوې خبرپاڼې له لارې وشوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .