له ایچ ای وي سره د زېږېدلو په درملنه کې پرمختګ شوی

د خپريدو وخت: 12:29 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391

امریکا کې ساینسپوهانو د هغه ماشومې په اړه چې د اچ ای وي ویروس سره زیږدلې جزییات ورکړي. داسې ښکاري چې، دغه ویروس چې د ایډز لامل کېږي، د هغې له تنه لرې کړل شوی دی. سانسپوهانو دا یوه طبي لاسته راوړنه بللې چې د لومړي ځل لپاره په یو ماشوم کې لیدل کېږي خو په انسانانو کې یې دا دویم ځل دی. دغه ماشومه چې مور یې هم اچ ای وي ویروس لري په مي سي سي پي کې زېږېدلې او تر زېږیدنې شاوخوا یو ساعت وروسته ورته د ویروس ضد ترکيبي دارو ورکړل شوي. هغه د څو میاشتو لپاره په روغتون کې تر درملنې لاندې وه، چې څېړونکي په دې باور دي چې لومړني ورکړل شوي دارو د هغې وجود له ویروسه پاک کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .