د ننګرهار پوهنتون محصلینو احتجاجي لاریون کړی

د خپريدو وخت: 12:47 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391

د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلینو د حکومت له خوا د دغه پوهنتون د ۱۵ محصلینو د نیولو او په میدان وردګو او خوست ولایتونو کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د دوه محصلینو د وژلکیدو په اعتراض کې لاریونونه کړی او د کابل جلال اباد لویه لار یې د ترافیک پر مخ تړلې.

له ننګرهاره د بی بی سی خبریال وايي، لاریونونه د ننګرهار ولایت په دریو سیمو کې پیل شوي او د لاریونیانو شمېر شاخوا ۱۵۰۰ کسانو ته رسېږي.

دغه محصلین له حکومته غواړي چې ژر تر ژره نیول شوي محصلین خوشي او په میدان وردګو او خوست ولایتونو کې د دوو محصلینو وژونکي دې محاکمه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .