مالیزیا: پولیسو پر فلپیني وسله والو ډزې کړي

د خپريدو وخت: 13:16 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

په مالیزیا کې پوځي ځواکونو پر هغو فلیپیني وسله والو بریدونه پیل کړي، چې د دغه هېواد په ختیځ ایالت کې یې د صباح په نامه یوه سیمه تر خپلې ولکې لاندې ساتلې ده.

د ځمکنیو ځواکونو له ورتلو د مخه جنګي الوتکو پر یاده سیمه بمباري کړې ده. د مالیزیا پولیس وايي، د دوی پر ځواکونو ډزې شوې، خو تر اوسه ورته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تېره میاشت تر ۱۰۰ ډېر فلیپینیان دغې سیمې ته ورغلل او دعوه یې وکړه، چې دا ځای یو وخت د فلیپیني سلطنت اړوند و.

له بله پلوه د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې اعتراض کوونکو د مالیزیا د سفارت په مخکې مظاهرې کړې او د دغې لانجې د سوله ییز اواري غوښتنه یې کړې. د اعتراض کوونکو مشر ټوني یونګسون وویل، چې د فیلیپیني جنګیالیو شمېر ډېر کم دی او دوی ته باید د خبرو فرصت ورکړل شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .