سعودي عربستان: د ۷ کسانو نه اعدامولو غوښتنه شوې

د خپريدو وخت: 13:42 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

د بشري حقونو ډلو د سعودي عربستان له چارواکو غوښتنه کړې، چې د هغو اوو تنو اعدامونه ودروي، چې د لوټمارۍ په تړاو محکوم شوي دي. په دوی کې یو شمېر یې اته کاله وړاندې د جرمونو د ترسره کولو پر مهال تنکي ځوانان وو.

ټاکل شوې چې په دوی کې یو تن په دار وځړول شي او پاتې نور په ډزو ووژل شي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دغه کسان ربړول شوي او محاکمه یې تر ډېره عادلانه نه وه. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، که دغه اعدامونه تر سره شي، دا به یو ټکان ورکووکی عمل وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .