سوریه کې ۲۰ سوله ساتي عسکر نیول شوي

د خپريدو وخت: 06:36 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391

سوريه کې وسله والو ياغيانو د جولان په لوړو کې د ملگرو ملتو شاوخوا شل سوله ساتي عسکر نيولي دي.

د امنيت شورا په چټک ډول د نيول شويو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده او د ملگروملتو يوه ډله استول شوې چې د هغوى له خوشي کولو سره مرسته وکړي.

انټرنېټ ته لېږل شوې يوې ويډيو کې يو شمېر وسله وال کسان ښودل کېږي چې د ملگرو ملتو د هغه موټر چې سوله ساتي په کې دي، ترڅنگ ولاړ دي.

له بي بي سي سره دخبرو پر مهال د سوريې د ياغيانو د لويې ډلې، د سوريې دخپلواک پوځ يوه جنرال سليم ادريس ددغې تښونې غندنه وکړه

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .