سوچي د ګوند مشرتابه ته نوي کسان غواړي

د خپريدو وخت: 11:05 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

د برما د مخالفینو مشرې آنګ سان سوچي د خپل ګوند (د دیموکراسۍ ملي کرښې) غړي هڅولي چې خپل واړه توپیرونه پرېږدي.

هغې د ګوند د غونډې په دویمه ورځ خبرې کولې چې غواړي د ۲۰۱۵ کال ټاکنو لپاره تیارۍ ونیسي.

مېرمن سوچي پر ګوند غږ وکړ چې مشرتابه ته د نوي نسل کسان راولي.

د دیموکراسۍ ملي کرښې زیاتره مشران زاړه کسان دي او ځوان کهول ته د لارې ورکولو سره لېوالتیا نه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .