سعودي فعالان په کلونو بند محکوم شول

د خپريدو وخت: 16:08 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

په سعودي عربستان کې د بشري حقونو دوو سترو فعالانو ته د یوه ناقانونه سازمان د جوړولو او د سعودي پاچا ته د نه وفادارۍ له امله اوږدې سزاوې اورول شوي دي.

د اقتصاد کارپوه محمد القحطاني ته د لسو کلونو بند او محمد الحمید ته د ۱۱کلونو بند په سزا محکوم شوې دي.

دغه کسان د سعودي عربستان د مدني حقونو او سیاسي ټولنې بنسټ اېښودونکي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .