د م م نیول شوي سوله ساتونکي اردن ته پر لار دي

د خپريدو وخت: 16:08 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

سوريه کې فعالان وايي د ملګرو ملتونو ۲۱ سوله ساتونکي چې د یاغیانو د یوې ډلې له خوا نیول شوي وو اردن ته پر لار دي.

دغه کسان د چار شنبې په ورځ د ګولان په لوړو کې نیول شوي وو.

فعالان وايي دغه فلېپیني سوله ساتونکي به اردني چارواکو ته وسپارل شي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ هڅه وکړه چې د سوله ساتونکو د راټولو لپاره یو کاروان سمبال کړي خو دغه ماموریت د سوریې حکومت د ډزو له امله بند شو.

فلېپین وايي یاغیانو ټینګار کاوه وړاندې تر دې چې دوی یرغمل خوشې کړي، د سوریې حکومتي ځواکونه باید سیمه خوشې کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .