د قاهرې دوه مظاهره کوونکي وژل شوي

د خپريدو وخت: 05:11 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

په مصر کې يو کال مخکې د فوټبال لوبې پر مهال مرګونې ګډوډۍ په اړه د يوې محکمې له حکم وروسته احتجاجيان سړکونو ته وتلي دي.

د قاهرې په تازه تاوتریخجنو لاریونونو کې لږترلږه دوه مظاهره کوونکي وژل شوي.

د فوټبال لوبې دغې ګډوډۍ کې څه د پاسه ۷۰ کسان وژل شوي وو.

محکمې د پورټ سعيد ښار د المصري فوټبال لوبډلې پر ۲۱ پلويانو د مرګ لګول شوې سزا تائيد کړې، له امله يې په دغه ښار کې نارامې پارېدلې ده.

خو محکمې د ۷ تنو پوليسانو په ګډون نور ۲۸ کسان سپين کړي، چې له امله يې په پلازکېنه قاهره کې د الاهلي فوټبال لوبډلې پلويان په احتجاجونو وتلي دي.

د ګډوډۍ اصلي پېښو کې د وژل شويو ډېری يې د الاهلي مينه وال وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .