جرمني کې اورلګېدو اته ترکان وژلي

د خپريدو وخت: 06:55 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

په جرمني کې د اپارتمانونو په يوۀ بلاک کې د اورلگېدنې له امله د يوې ترک توکمې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.

ستوت گارت ته نژدې د بکنانگ په ښارگوټي کې يوه مور او د هغې اووه ماشومان په اور کې وسوځېدل.

د ترکيې د فرهنگي ټولنې دفترونه هم په همدې ودانۍ کې وو خو پوليس چارواکي وايي داسې شواهد نه شته چې گواکې دا دې توکميز بريد وي.

د ترکيې مرستيال لومړي وزير د پېښې په تړاو د بشپړو پلټنو غږ کړى چې په دې تړاود شک ځاى پاتې نه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .