اوباما وايي ایران اتوم بم ته نه پرېږدي

د خپريدو وخت: 07:38 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

ولسمشر اوباما يوځلي بيا ويلي دي چې هېڅکله به ايران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسله جوړه کړي .

اسراييلو ته له خپل سفرنه يوه اوونۍ دمخه له يوه اسراييلي ټلويزيون سره د خبرو پرمهال يې وويل ، ايران د اټومي وسلو له جوړولو شاوخوا يوکال لېرې دى ، خو لکه څنگه چې ده وويل دغه کار به تر دې ژر نه کېږي .

خو کله چې له هغه وپوښتل شو چې کله به هم د ايران پرضد د پوځي گام د اوچتولو قومانده ورکړي، ښاغلي اوباما وويل اوسنى ډېپلوماتيک فشار د حل تر ټولو غوره لار ده ، خو بيا يې دا خبره وکړه چې په دې برخه کې د هرډول گام اوچتولوامکانات شته .

د اسراييلو لومړى وزير بنيمن نتنياهو بيا ټينگار کوي چې ايران به په څو مياشتوکې اټومي وسله جوړه کړي او اسراييلو پرايران د پوځي گوزار دترسره کولواشارې هم ورکړي دي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .