جنوبي کوریا ته د شمالي کوریا خبرداری

د خپريدو وخت: 17:30 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

په شمالي کوریا پورې یوې تړلې آنلاین ورځپاڼې د جنوبي کوریا هغو خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړی چې له پولو سره نژدې اوسېږي.

په مقالې کې د جنوبي کوریا د پنځو لوېدیځو ټاپوګانو یادونه شوې چې په وروستیو کې د شمالي کوریا مطبوعاتو د بریدونو د هدف په توګه یاد کړي وو.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې کوچنۍ پېښه کولای شي د اور لامل شي.

دا د شمالي کوریا له خوا د خبرداریو د لړۍ ورستۍ هغه ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .