هېګل د بګران زندان په باب له کرزي سره غږېدلی

د خپريدو وخت: 06:12 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

امريکايي چارواکو ويلي د امريکا د دفاع وزير چک هيگل د بگرام د زندان د سپارلو په گډون د يو شمير نورو موضوعاتو په اړه له افغان ولسشمر حامد کرزي سره پرون په تيليفون کې خبري کړي دي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند وويل دواړو مشرانو پريکړه وکړه چې په يوه اونۍ کې دننه به ددې لانجې د هواري لپاره يوه لار ومومي.

ولسمشر کرزى، افغان لوري ته د بگرام زندان د مسووليتونو پر سپارلو ټينگار کوي او وايي د يوه خپلواک هېواد په توگه يې دا حق دى چې په خپله خاوره کې د زندانونو کڼترول يې په لاس کې وي.

خو د ځينو امريکايي چارواکو له خولې ويل شوي ، هغوى پر دې اندېښمن دي چې ښايي افغانانو ته د زندان د واگو په سپارلو سره يو شمېر خطرناک بنديان له بنده خوشي شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .