د توغندیو د دفاعي سېستم په اړه د چین غبرګون

د خپريدو وخت: 17:38 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

چین پر امریکا غږ کړی چې له هغې پرېکړې لاس پر سر شي چې له شمالي کوریا د ورپېښ ګواښ په غبرګون کې به د توغندیو دفاعي سېستمونه پیاوړي کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، د توغندیو د دفاعي سېستم د پراختیا پرېکړه به په سیمه کې د امریکا پر ضد دښمنۍ نورې هم زیاتې کړي. هغه زیاته کړه، چې د امریکا دغه ګام به په سیمه ییز او نړیوال انډول مستقیم اغېز وکړي.

امریکا د جمعې په ورځ وویل، دوی به په الاسکا یالت کې پر شته ۲۶ دفاعي سېستمونو باندې ۱۴ نور هم ور اضافه کړي.

د دوی په خبره، موخه یې د شمالي کوریا د زیاتېدونکو اتومي او توغندويي وړتیاو پر وړاندې غبرګون ښودل دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .