کرزی د نوي کال مېلې لپاره ترکمنستان ته تللی

د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - پنجشنبه 21 مارچ 2013 - 01 وری 1392

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د تېرې چارشنبې په ورځ (۳۰حوت/کب) په "نوی کال- د سولې او بشردوستۍ مېله" په نامه مېله کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته خوځېدلی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې اعلامیه وايي، چې په دې دوه ورځني سفر کې به ښاغلی کرزی د تاجکستان، ازبکستان او ایران له ولسمشرانو سره وګوري.

په دې سفر کې له افغان ولسمشر سره ځینې افغان وزیران هم ملګري دي.

ارګ وايي، ولسمشر حامد کرزی به په دې کتنه کې پر سیمه ییزو همکاریو د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره وغږېږي.

د نوي کال مېله هر کال د سیمې د ځینو هېوادونو په موافقه لمانځل کېږي، چې د لوړې کچې چارواکي په کې ګډون کوي.

په تېرو کلونو کې افغانستان، ایران او تاجکستان د نوي کال د مېلو کوربه توب کړی دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په ویاړ پخپله وینا او پیغام کې له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د نوي کال د خوشالۍ او د افغانستان د خلکو د خوشالۍ لپاره بېرته خپلې خاورې ته راستانه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .