د هلمند په یوې دیني مدرسه کې چاودنې ۵ تنه وژلي

د خپريدو وخت: 14:41 گرینویچ - پنجشنبه 21 مارچ 2013 - 01 وری 1392

ځایي چارواکي وايي د هلمند ولايت په يوه ديني مدرسه کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. په دغه پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

پېښه د مارجې ولسوالۍ اړونده د شين غځک سيمې د اخونزاده په کلي کې نن پنجشنبه د مارچ ۲۱مه په اتو بجو په يوه دينې مدرسه کې رامنځته شوه.

د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ولاد رحيمي وايي دغو کسانو داخونزاده په کلي کې په يوه ديني مدرسه کې د ځانمرګي واسکټونو او د ماين جوړولو روزنه تر سره کوله، چې خپل چاودېدونکي توکي پرې وچاودېدل او دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ايمرجنسي روغتون یوه ډاکتر رسنیو ته ویلي چې دوى ته له دغه پېښې اووه تنه په ټپي حالت کې وروړل شوي دي چې څو تنه یې تنکي ځوانان دي.

د مارجې ولسوالي په افغانستان یوه له ډېرو نا امنو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې په دیني مدرسو او جوماتونو کې چې ګواکي وسله والو طالبان دلته ځانمرګي روزي رپوټونه ورکړل شوي و خو چارواکو ویلې دوی دغه دیني ځاینه د نظر لاندې لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .