برما کې مذهبي شخړې په ډېرېدا دي

د خپريدو وخت: 08:42 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

په برما کې د بودایانو او مسلمانانو تر منځ د تېرو دوو ورځو په تاوتریخوالي کې د وژل شویو کسانو شمېره مخ پر زیاتېدو ده. اوس باور کېږي چې په دغو پېښو کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي.

نښتې په مرکزي ښار مېکتېلا کې رامنځته شوې دي. د تېرې شپې له ګرځبندیز وروسته د دغه ښار کوڅې کابو تشې وې، ځکه چې خلک له ډاره بیرون نه وتل.

د پارلمان یوه سیمه ییز غړي وویل، په دغه ښار کې د مسلمانانو له مهم لږه کي سره اړیکې له تېر کال راهیسې هغه وخت ترېنګلې شوې، چې د هېواد په لوېدیځ کې د بودایانو او مسلمانانو تر منځ نژادي تاوتریخوالی پیدا شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .