نوی چینایی مشر روسیې ته ځي

د خپريدو وخت: 08:41 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

د چین نوی مشر شي جین پینګ به د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې نن روسیې ته ورسېږي.

نوموړي بېګا د خپل دغه سفر په اړه وویل، چې روسیه او چین تر ټولو مهم ستراتېژیک ملګري دي.

تمه ده چې ښاغلی شي به د روسیې له ولسمشر ويلادیمیر پوتین سره د یوې سترې نللېکې د پروژې په اړه وغږېږي.

د دغې نل لیکې له لارې به د روسیې د ګازو ستر تولید ځایونه له چین سره ونښلول شي، چې انرژۍ ته ډېره اړتیا لري.

د سوریې جګړه او د شمالي کوریا اتومي پروګرام هم ښايي د دوی د خبرو په اجنډا کې شامل وي.

شنونکي وايي، چین له روسیې سره خپلو اړیکو ته د یوه ښه انډولیز توکي په سترګه ګوري، ځکه چې واشنګټن له نورو اسیايي هېوادونو سره پیاوړې اړیکې لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .