د ابو سیاف ډلې تښتولی استرالیایی خوشی کړ

د خپريدو وخت: 07:15 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

په فلپین کې اسلامپاله وسله والو یو استرالیایی چې پنځلس میاشتې یې ساتلی وو خوشې کړ.

وارن راډوېل که څه هم ډنګر ښکارېده خو د فلیپین په جنوب کې د پولیسو په یوه ستیشن کې یې مسکا پر خوله وه.

وسله والو د هغه د خوشې کولو په بدل کې دوه میلیونه ډالره غوښتل.

چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې آیا دغه پیسې یې ورکړي که نه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .