نوي پاپ د کارونو د پیل لپاره له پخواني سره ولیدل

د خپريدو وخت: 18:17 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

د رومن کاتولیکې کلیسا نوی مشر پاپ فرانسیس د خپل شخصي کارونو د پیل لپاره له مخکني او تقاعد شوي پاپ بندیکت سره د ګاندولفو په کلا کې ولیدل.

دا له شاوخوا ۶۰۰ کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې د کلیسا دوه لوی مشران مخامخ سره ګوري.

پاپ فرانسیس تر ټاکل کېدو وروسته د ټیلیفون له لارې له مخکني پاپ سره خبرې کړې وې او هغه هم د تلوېزیون له لارې د نوي پاپ د ځای پر ځای کېدو چارې د تلوېزیون له لارې وکتلې.

مخکینی پاپ له خپلې څوکۍ تر کښته کېدو وروسته له روم بهر ژوند کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .