جان کېري اسراییلي او فلسطیني مشرانو سره ګوري

د خپريدو وخت: 18:23 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د اسراییلو او فلسطین له مشرانو سره د سولې خبرې د بیا پېلېدو په موخه ګوري.

دغه لیده کاته له سیمې څخه د ولسمشر اوباما تر څلور ورځنۍ لیدنې وروسته ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې هغه له دواړو خواوو وغوښتل چې د خبرو مېز ته ور ستانه شي.

ښاغلی کېري به وړاندې تر هغه چې له بنیامین نتنیاهو سره بیت المقدس ته د خبرو لپاره ولاړ شي د اردن په پلازمېنې امان کې به د فلسطین له ولسمشر محمد عباس سره وګوري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .