وسله والو مکسیکو کې اووه کسان وژلي

د خپريدو وخت: 10:02 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

وسله والو په مکسيکو کې يو شمېر پوليس په ډزو وژلي دي. دوی پر هغو پوليس افسرانو ډزې کړي چې د مکسيکو په لويديځ ښار التميرانو کې يې نشه کړې وه.

په دغه بريد کې اووه کسه وژل شوي چې لږ تر لږه درې يې د مکيسکو فدرالي پوليس دي.

عيني شاهدان وايي دغو افسرانو له خپلې رخصتۍ خوند اخيسته، نو ځکه يې له ځانه سره تمانچې نه وې راوړې.

پوليس وايي دا بريد ښايي د نشه يي توکو د يوه بانډ د هغه غړي له نيول کېدو سره تړاو ولري چې تېره اوونۍ د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .